د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار او لوګر ولایتونه به نن د یکشنبې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي. چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.








