د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) یوه چارواکي ویلي، چې له ایران سره د جګړې لګښت تر دې دمه ۲۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی. دا لومړی ځل دی چې د دغې جګړې د لګښتونو رسمي شمېره خپرېږي. د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت د مالي چارو مدیر جولز هرست د استازو جرګې پوځي کمېټې ته ویلي، چې د یاد لګښت ډېره برخه په مهماتو مصرف شوې ده. د راپور پر بنسټ، امریکا د کب په نهمه پر ایران بریدونه پیل کړي وو او اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نازک اوربند روان دی.








