د اکسیوس د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې له نږدې ۵۰ کلن غړیتوب وروسته د اوپک (د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان) څخه وځي. راپور زیاتوي، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې امارات په اوپک کې د تېلو له مهمو تولیدونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په دغه سازمان کې یې د پام وړ ونډه لرله. د مالوماتو له مخې، اماراتو د دې پرېکړې لامل په اوږدمهال کې د انرژۍ د تقاضا زیاتوالی او په کور دننه د پالیسو بدلون بللی دی. په ورته وخت کې ټینګار شوی، چې له اوپک څخه د وتلو سره سره به متحده عربي امارات د نړیوالو انرژۍ بازارونو د ثبات او په دې برخه کې خپلې مسوولانه ونډې ته ژمن پاتې شي. د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ له جګړې مخکې اماراتو هره ورځ شاوخوا درې میلیونه بېرله تېل تولیدول، خو وروستیو کړکېچونو د فارس خلیج هېوادونه د تولید کمولو ته اړ کړي دي.








