په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي چې د نړۍوال بشرپال قانون له مخې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید تل خوندي وساتل شي. یوناما کونړ کې د پرونیو بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله ښودلې ده. دغه دفتر ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د راپورونو له مخې، تېره ورځ د پاکستان له لوري د کونړ پر پوهنتون توغندیز بریدونه ترسره شوي وو.








