د راپورونو له مخې په سویلي سوډان کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې ویلي، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یادې الوتکې د جوبا ښار پر لور الوتنه کوله، خو د شاوخوا ۳۰ دقیقو له تېرېدو وروسته یې د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکه پرې شوه. د سویلي سوډان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي، چې د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي. لومړني راپورونه ښيي، چې ښايي الوتکه د ناسمې هوا، په ځانګړې توګه د لید د کمښت له امله لوېدلې وي. د سپرلیو د نوملړ له مخې، په الوتکه کې د یوه پیلوټ په ګډون ۱۵ کسان سپاره وو، چې له ډلې یې ۱۳ تنه د سویلي سوډان او دوه نور د کینیا اوسېدونکي وو.







