د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نږدې ۴۲ ټنه بشري مرستې یې د افغانستان ملکي وګړو ته لېږلې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا د بشري هوايي پل له لارې افغانستان ته انتقال شوې دي. سرچینې ویلي، چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي. ټاکل شوې، چې دا مرستې د ملګرو ملتونو له لوري پر هغو ۳۲۰۰ ماشومانو ووېشل شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۷.۵ میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.







