د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري په جوزجان ولایت کې د یتیمتاق، سمنټو تولیدي کارخونې د چارو پیل مراسمو کې دغه پروژه د هېواد مهمه او بنسټیزه طرحه بللې ده. بدري زیاته کړې، کانونو او پټرولیم وزارت پلان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هېواد کې د سترو پروژو چارې پیل شي. نوموړي ویلي، د یادو پروژو د پلي کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي. د شنونکو په خبره دا ډول پروژې نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه دي، بلکې د هېواد د ځانبسیاینې او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لامل هم ګرځي.








