د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) له مشرې میا پارک او مل پلاوي سره لیدلي او د دوهاړخیزو همکاریو پر پراخېدو یې خبرې کړې دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د رغنیزو، مخنیوي پروژو او بېړنیو مرستو په برخه کې یو مهم شریک بللی. نوموړي همداراز د رضاکارانو د جذب بهیر ته په اشارې ویلي، چې دا پروسه په چټکۍ روانه ده او ژر به بشپړه شي. بلخوا، میا پارک ویلي چې ای او ایم خپلو همکارانو ته سپارښتنه کړې څو له دې ادارې سره فعاله او جدي همکاري وکړي.








