د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي، چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې کړي. متقي زیاته کړې، چې د لوبغاړو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي. نوموړي همداراز ویلي، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.








