حزبالله ډلې ویلي، چې د لبنان په سوېل کې یې پر اسراییلي ځواکونو برید کړی او یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) یې نسکوره کړې ده. تر دې وړاندې اسراییلي ځواکونو د اوربند سربېره یو ځل بیا د لبنان په سویل کې ځینې سیمې په نښه کړې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اوربند د غځېدو هرکلی کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او د اوربند درناوی وکړي.








