د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف سره لیدلي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ازبکستان ته د افغان صادراتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هر اړخیزې خبرې کړې شوې دي. همدارنګه، افغانستان ته د ازبکستان د والیانو د سفرونو د تنظیم په اړه، چې د یو مشخص مهالویش له مخې ترسره شي، هم بحث شوی دی. په دې ناسته کې په بلخ ولایت کې د افغان تولیداتو لپاره د صادراتي مرکز پر جوړېدو او د هغه پر میکانیزم هم خبرې شوې دي، څو د سوداګرۍ بهیر لا منظم او پراخ شي.








