د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې نږدې ۸ میاشتې وروسته له هغې سختې زلزلې چې په کونړ کې یې له ۲۱۵۰ څخه ډېر کسان ووژل، لا هم سلګونه زره خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې د راپور له مخې، دغه زلزله نږدې نیم میلیون کسان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې اغېزمن کړي دي، چې له دې ډلې څه باندې ۲۲۱ زره کسان لا هم مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاتوي، سره له دې چې د بیړني غبرګون په ترڅ کې تر ۳۰۰ زره ډېرو کسانو ته خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمات او سرپناه برابر شوي، خو د رغېدو بهیر په څرګند ډول ورو شوی دی. د راپور له مخې، د ډېرو کورنیو لپاره دا بحران اوس له بقا څخه د ژوند د بیا رغونې اوږدې مبارزې ته اوښتی دی.








