د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف ويلي، چې په تېر کال کې په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه ډېر ښوونځي نوي جوړ یا ترمیم شوي دي. د دې ادارې په وینا، هڅه کېږي چې ماشومانو ته د زدهکړې خوندي او مناسب چاپېریالونه برابر شي. راپور ښيي چې تر ۲۰ میلیونو ډېر کسان، چې ۵.۶ میلیونه یې ماشومان دي، له بېلابېلو مرستو برخمن شوي دي. همداراز شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان په ښوونځیو، د ټولنې پربنسټ تعلیمي پروګرامونو او بیړنیو حالاتو کې د زدهکړې مواد ترلاسه کړي دي.








