په اندونیزیا کې افغان سفیر مولوي سعدالله بلوچ د باندونګ کنفرانس د ۷۱مې کلیزې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړ. سرچینې ویلي، چې په دې مراسمو کې د اندونیزیا لوړپوړو حکومتي چارواکو، ډیپلوماتانو، سفیرانو او د علمي او فرهنګي برخو ګڼو شخصیتونو حضور درلود. ویناوالو د باندونګ کنفرانس تاریخي اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه کنفرانس د اسیا او افریقا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، متقابل درناوي او د خپلواکۍ د پیاوړتیا بنسټ جوړ کړی دی. دغه راز په مراسمو کې د نړیوالو اړیکو د پراختیا، د ګډو ارزښتونو د ساتنې او د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار هم شوی دی.








