د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپل رسمي سفر پر مهال په خوست ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره په ستره غونډه کې وینا وکړه. په دې غونډه کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار هم حضور درلود. وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد مشرتابه لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه لري او محصلینو ته د زدهکړو مناسبې اسانتیاوې برابروي. هغه له محصلینو وغوښتل چې له سیاسي فعالیتونو ځان وساتي، پر خپلو زدهکړو تمرکز وکړي او د هڅو له لارې مسلکي کسان شي. نوموړي د علم پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې زدهکړې د انسان د دنیا او اخرت د بریا لامل ګرځي.








