د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په بغلان او پکتیا ولایتونو کې له ۱۲۳۱ داخلي بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي دي. د راپور له مخې، په پکتیا کې له هرې بېځایه شوې کورنۍ سره ۵۸۰۰ افغانۍ او په بغلان کې له هرې بېوزلې کورنۍ سره ۲۹۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. یاد پروګرام ویلي چې دا مرستې د بېوزلۍ د کمولو او د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شوي دي.








