د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال، محمد رضا عارف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی او د نړۍ د تېلو بیې د ایران او متحدینو پر وړاندې د اقتصادي او پوځي فشارونو له پای ته رسېدو سره تړلې دي. نوموړي ویلي، چې دا د منلو وړ نه ده چې پر ایران د تېلو صادراتو بندیزونه ولګېږي، خو د نورو هېوادونو لپاره دې هرمز تنګی خوندي پاتې شي. هغه ټینګار کړی: «یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي، یا به ټول درانه لګښتونه پرې کوي.» تر دې وړاندې، د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قومندانۍ هم خبرداری ورکړی و چې د امریکا له لوري د یوې ایراني کښتۍ د نیولو په غبرګون کې به د هرمز تنګی وتړي.








