دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

اسلام اباد کې پر جومات برید؛ پاکستان په خپل بل کړي اور کې سوځي

STR NEWS by STR NEWS
فبروري 12, 2026
1 0
0
اسلام اباد کې پر جومات برید؛ پاکستان په خپل بل کړي اور کې سوځي
1
SHARES
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تېرې جمعې ورځې (۱۸ شعبان / ۱۷ دلوې) خونړي برید، چې د اهل تشیع پر یوه جومات ترسره شو، نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. داعش ډلې د برید مسؤلیت منلی او د بریدګر انځور یې خپور کړی، خو اصلي طراحان، ملاتړي او د امنیتي تشو په اړه لا هم ګڼې پوښتنې راپورته شوي دي، چې ښيي پاکستان د خپلو امنیتي کړیو په ناکامۍ کې له جدي ستونزو سره مخ دی. سرچینې وايي چې د برید اصلي پلان جوړونکي عمران (ابو بکر باجوړي)، ادریس (یوسف) او ملا عمران وو، ټول د خيبر پښتونخوا، باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ سیمو اوسېدونکي دي. یادو کسانو بریدګر روزلی، ټلیفوني لارښوونې یې ورسره کړې او انفجاري واسکټ یې له پېښور څخه انتقال کړی و. د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید په ورځ په نوښار حکيم اباد سیمه کې عملیات وکړل، چې یوسف (ادریس) پکې وژل شوی، ابو بکر باجوړي نیول شوی او ملا عمران تېښتېدلی دی. خو دا پېښه څرګندوي چې د پاکستان استخباراتي او امنیتي کړۍ د داعش او ورته ډلو د داخلي شبکو د کشف او مخنیوي په برخه کې ناکامه پاتې شوې. پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې برید د افغانستان سره وتړي، خو حقیقت دا دی چې ټول طراحان پاکستانیان وو. داعش په پاکستان کې هدفمند بریدونه ترسره کوي، په ځانګړي ډول پر جوماتونو، مدرسو، عامو خلکو او مخورو علماوو، چې ښيي داخلي امنیتي کمزوري او د استخباراتي مدیریت نیمګړتیاوې څومره خطرناکې دي. د سیاسي شنونکو په باور دا پېښه پاکستان ته روښانه درس دی چې د داعش او ورته ډلو پر ضد یوازې استخباراتي ګټه اخیستنه او بهرني تورونه نه، بلکې صادقانه، داخلي مبارزه او د پلان جوړونکو په نیولو کې جدي اقدام ترسره کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی
وروستی خبرونه

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

مارچ 9, 2026
بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي
روغتیا

بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

مارچ 9, 2026
هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي
اقتصاد او سوداګري

هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist