د خوست د پوهنې ریاست ویلي، چې راتلونکي تعلیمي کال ته بشپړ چمتووالی لري او نږدې ۳۰ زره نوي زدهکوونکي به جذب کړي، چې له دې ډلې شاوخوا ۹ زره نجونې دي. د دغه ریاست مسوولینو په یوه خبري ناسته کې ویلي، که څه هم په دې ولایت کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري، خو د بودجې په برابرېدو سره به د ودانیو ستونزه په بشپړه توګه حل شي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال په خوست کې له ۲۰۰ زرو ډېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي چې له دې ډلې ۴۳ زره تنه تر شپږم ټولګي ښکته نجونې دي.








