د غزني امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او اووه نور ټپیان دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون ناوخته د قرهباغ ولسوالۍ د سپین بند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده. د یادونې ده، وړمه شپه هم د غزني ښار اړوند د روضې کوتل سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.








