د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو د روزنې د پراختیا طرحې تایید شوې ده. اقتصادي معاونیت ويلي، د پالیسۍ موخه د کرنیزو چارو پیاوړتیا، د اوبو لګولو ښه مدیریت او د کرنیزو او حیواني محصولاتو زیاتوالی ښودل شوی دی. د یادې طرحې له مخې به په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني،متوسط او لوی فارمونه جوړ شي. د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.








