د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د روضې کوتل سیمه د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه رنجر او ۵۸۰ موټرو د ټکر له امله شوې ده. په خبرپانه کې راغلي، چې په پېښه کې د رنجر دوو سپرلیو ژوند له لاسه ورکړی او په ۵۸۰ موټر کې هم څلور کسان ټپیان شوي دي. د یادې د پېښې ټپيان روغتیایي مرکز ته لېږل شوي دي.








