د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پراخو ولسي لاریونونو لپاره خپل تیاری پیل کړ دی. د دغه ګوند غړو ویلي، مشورتي ناستې يې روانې دي او ممکن لاریونونه د «ازادۍ یا مرګ» تر شعار لاندې ترسره شي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې تیاريو په لړ کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي لپاره یو ځانګړی کانټینر هم چمتو شوی، چې د احتمالي احتجاجونو پر مهال به د مرکزي سټېج په توګه وکارول شي. سرچینې زیاتوي چې د احتجاجونو د وخت او ځای په اړه لا هم سلا مشورې روانې دي. د تحریک انصاف اصلي غوښتنه د خپل مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کېدل دي، چې له درېیو کلونو راهیسې په زندان کې ساتل کېږي.








