د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د دوحې پروسې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب، په حضوري او انلاین بڼه د کابل ګرېنډ هوټل کې ترسره شوه. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو، د یوناما او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړۍوالو او سیمهییزو سازمانونو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او کارپوهانو ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه په دوو برخو ویشل شوې وه؛ چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه برخه یې د همغږۍ او روڼتیا پر موضوعاتو متمرکزه وه. غونډه کې د ا.ا استازو خپلې لاسته راوړنې شریکې کړې او ګډونوالو د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ پر دوام او لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی دی.








