د هرات ښار په ۱۵ ناحیو کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانالونو جوړولو چارې پیل شوې. د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصرارمل ویلي، چې د یادو پروژو موخه د ښاري کانالیزاسیون سیسټم ښه کول، د سطحي اوبو د بهېدو مخنیوی, د سېلابونو مخنیوی او د ښاریانو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوو برابرول دي. په همدې حال کې د قراردادي شرکت مسوولین د کیفیت په اړه ډاډ څرګندوي او وایي، چې د یادې پروژې چارې به په ټاکلي وخت په تخنیکي معیارونو او منل شوو ستنډردونو سره سم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








