امریکایي مېلیارډر اېلان ماسک ویلي، چې د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس د دې هڅه کوي چې د راتلونکو ۱۰ کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځانبسیا کېدونکی ښار جوړ کړي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مريخ پرتله چټک عملي کېدای شي؛ ځکه د سپوږمۍ سفرونه هر لس ورځې شوني دي، حال دا چې مريخ ته یوازې هغه مهال سفر کېدای شي چې دواړه سیارې هر ۲۶میاشتې وروسته په مناسب مدار کې سره برابرې شي. د ماسک په خبره سپوږمۍ ته سفر شاوخوا دوه ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مريخ ته د تګ موده نږدې ۶ میاشتې ده. ایلان ماسک ټینګار کړی، چې د مريخ ښار جوړولو موخه لا هم د دغه شرکت د اوږدمهاله پلان برخه ده.








