د بدخشان ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر د پېښې په اړه په خپلو لومړنیو معلوماتو کې ویلي و چې په دې پېښه کې ۱۲ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې موټر له فیضاباده حرکت کړی و او موخه یې ارغنجخواه ولسوالۍ وه. د پېښې لامل د سړک خرابوالی او درې ته د فلانکوچ موټر لوېدل ښودل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې ښځې، نارینه او ماشومان سپاره وو.








