نیویارک ټایمز په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د نړۍوالو مرستو په بندېدو سره افغانستان د تېرو ۲۵ کلونو له تر ټولو ژور بشري ناورین سره مخ کړی دی. په راپور کې راغلي، چې د مرستو ناڅاپي او «بېرحمانه» بندېدو میلیونونه افغان ماشومان له سختې لوږې او د مرګ له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. د دغه راپور لهمخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د امریکا د مرستو بندېدل په ټول افغانستان کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي او د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.








