د کندهار ځایي چاواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې غنم او نغدې پیسې او دغه راز پر ۱۶۰۰ کورنیو بیا ژمني توکي وېشل شوي دي. د یاد ولایت رسنیز دفتر په دوو بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې پر نږدې ۳۰۰۰ کورنیو باندې یې غنم، نغدې پیسې او ژمني توکي وېشلي دي. د خبرپاڼې له مخې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو هغه غنم ووېشل شول، چې تېر کال د وچکالۍ، طبیعي پېښو او قحطۍ په څېر بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي په موخه پېرل شوي وو.








