د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوي دي. عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه په مننې ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولیږل شي. نوموړي په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاس نیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.








