د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د مسلکي کارګرو لپاره یې د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې ګڼ شمېر مسلکي کارګر چې په بېلابېلو برخو کې کاري وړتیاوې لري، د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله یې تر دې دمه نهشوای کولی چې په خپل مسلک کې فعالیت وکړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ویلي، تر اوسه د لسو بېلابېلو حرفو مسلکي کارګرو ته اسناد ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د ظرفیت له ارزونې وروسته به ورته اړوند ښوونیز او مسلکي پروګرامونه هم برابر شي.








