د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې اترې وکړي. نوموړي ویلي، له عماني دولت څخه مننه کوي، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې. تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړی و، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي دي. ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده. واشګټن ویلي، چې له تهران سره د پخوانۍ هوکړې لهمخې د مذاکراتو لپاره چمتووالی لري.








