د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ریاض کې سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو، د ایران موضوع، په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو او د سوریې او یمن د حالاتو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر د سوریې د ثبات لپاره د انقرې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې د سوریې د بیارغونې لپاره له سعودي عربستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.








