د ننګرهار وادي کرنیز شرکت پر ځمکه د یوه معیاري او عصري مسلخ د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، دا تړون د شرکت د اجراییوي رییس سید محمد نعیم محمدي او د غوښو او لبنیاتو د امارتي مسلخ شرکت د رییس رحمتالله عباس ترمنځ شوی دی. د مسوولینو په وینا، یاد مسلخ به پر ۲۸ جریبه ځمکه جوړېږي او د پاکې، حلالې او باوري غوښې د تولید لپاره به یو معیاري مرکز وي.







