د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۵۸۸میلیونه او ۱۴۰زره افغانۍ زاړه او مندرس بانکنوټونه یې په کابل کې سوځولي دي. د خبر له مخې دغه بانکنوټونه د دهسبز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له منځه یووړل شول. د افغانستان بانک ویلي، چې یاد بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰افغانیو له بېلابېلو ډولونو څخه وو، چې د ډېرې کارونې له امله زاړه او د استفادې وړ نه وو . د بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي چې د مندرس بانکنوټونو پر ځای به نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي، څو خلک وکولای شي پرته له ځنډه خپلې ورځنۍ معاملې او راکړه ورکړه وکړي.







