نیویارکټایمز په خپاره کړي راپور کې د سرچینو له قوله ویلي، چې علي خامنهيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته پیغام لېږلی، چې تهران چمتو دی روسیې ته غني شوي یورانیم واستوي. په راپور کې راغلي، چې علي لاریجاني په وروستیو ورځو کې له پوتین سره په کتنه کې د علي خامنهيي یو پیغام رسولی، چې پر بنسټ یې ایران کولای شي د برجام هوکړې په څېر روسیې ته د خپل غني شوي یورانیمو له استولو سره موافقه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز د دوو باخبرو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران د وضعیت د ارامولو لپاره چمتو دی څو خپل اټومي پروګرام ودروي یا یې وځنډوي، چې دا ګام یو مهم امتیاز ګڼل کېږي.







