د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې د افغانستان اوسېدونکي ان د ژمي په سخت موسم کې هم کرنې او د زېربناوو رغونې ته دوام ورکوي. یاد سازمان زیاته کړې، چې په تخار کې د خوړو نړیوال پروګرام په ملاتړ خلک د اوبو رسولو د کانالونو پر بیارغونې بوخت دي څو کروندګر اوبو ته اسانه لاسرسی ولري. سرچینې زیاته کړې چې دا د خوړو له تولید سره مرسته کوي او بېړنیو خوراکي مرستو ته د کورنیو اړتیا کموي. له دې وړاندې نوموړي بنسټ راپور ورکړی و چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له سخت بحران سره مخ دی او له هرو درېیو کسانو یو یې خوړو ته اړمن دی.







