په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې دي. دغه کتنه کې د ایران سفیر ویلي، هېواد یې هڅه کوي، له افغانستان سره سیاسي، او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي. نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدې نښو د نوي کولو په تړاو زیاته کړې، چې ایران چمتو دی، له افغانستان سره د ګډ سرحد د تثبیت په برخه کې کار ته دوام ورکړي او نورې هم خپلې چارې ګړندۍ کړي. ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو لړۍ په رسمي ډول پیل شي.







