د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي دفتر سیګار اعلان کړی، چې د دې ادارې فعالیتونه به سبا د یکشنبې په ورځ ودرول شي. دغه اداره چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د کانګرس لخوا جوړه شوې وه، په افغانستان کې د امریکا د ۱۴۸ میلیارده ډالرو مرستو د لګښت د څار دنده یې په غاړه درلوده. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د یادې ادارې د فعالیت درېدو په غبرګون کې ویلي، چې د یاد بنسټ فعالیت درول په افغانستان کوم اغېز نه لري او نه یې د افغانستان لپاره کومه ګټه درلوده.








