په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د ACGF په همکارۍ د «مالي لاسرسي» د پروګرام دویم پړاو ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي شوي دي. د دې پړاو موخه په هېواد کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو لپاره د مالي امکانات پراخول ښودل شوي دي. د اروپايي ټولنې په وینا، په دې پړاو کې به پر شنو مالي سرچینو، کرنه، راستنېدونکو او د ښځو تر مشرۍ لاندې کاروبارونو تمرکز وشي، څو د کار زمینې برابرې، د کورنیو عاید لوړ او مالي شمولیت پیاوړی شي.








