د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د برېښنایي تجهیزاتو تولیدوونکې ترکي کمپنۍ له مسول ګونای کُسای سره د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیستمونو نصب په اړه خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې، په دې کتنه کې ښاغلي ګونای د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه. ورته مهال ملا عبدالحق همکار د ترکي شرکت مسول ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او ټول پانګوال کولای شي اړوندو برخو کې پانګونه وکړي.








