د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده. د اقتصادي مرستیالۍ د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې؛ د غونډې په پيل کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي هدف او همدا رنګه د تېرو درېیو کلونو پر مهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو بهیر پر ارزښت خبرې کړې او ويلي يې دي چې د دغه کمېسیون د غړيو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول کړل شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.








