ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ معینیت مرسیتال مولوي محمد قاسم «فرید» په مشرۍ، یوه لوړ پوړي پلاوي روسیې ته رسمي سفر کړی او هلته یې له روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره کتلي دي. د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو شمېر مهمو امنیتي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې شوې دي. دغه راز په پای کې د دواړو لوریو لهخوا د دوامدارو اړیکو پر اهمیت ټینګار شوی دی.








