د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقلیم بدلون، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون،تخنیکي همکاریو او د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي. مولوي مطیعالحق خالص د اذربایجان له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او په ځانګړي ډول یې د COP_29 کنفرانس په تړاو د افغانستان د ګډون د تسهیل لپاره د یاد هېواد د دیپلوماتیکو هڅو قدرداني وکړه. نوموړي وویل، که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د اذربایجان ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او افغان حکومت یې له هلوځلو مننه کوي.








