رویټرز خبري اژانس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانه غوښتي چې د اټومي وسلو په اړه خبرو ته غاړه کېږدي او که نو بل برید به تر پخوا ډېر سخت وي. د راپور له مخې ایران دغه ګواښ ته په غبرګون کې ویلي چې که داسې وشي نو بې ساری ځواب به ورکړي او دوی ورته بشپړ چمتوالی هم لري. په راپور کې راغلي، ټرمپ ټينګار کړی چې ایران دې سملاسي د خبرو میز ته راشي او له اټومي وسلو پرته دې عادلانه تړون ومني. له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې که ایران اړیکه ونیسي، واشنګټن تعامل ته تیار دی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له قوله راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې یې د امریکا له ځانګړي استازي سټيو ویټکاف سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې او نه یې د خبرو غوښتنه کړې ده.








