د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اکسیوس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې هیله لري د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدا نه شي، خو نوموړي سیمې ته یو «لوی سمندري ځواک» استولی او د هوایي بریدونو احتمال یې هم ندی ردکړی. ولسمشر ټرمپ په مرکه کې وویل چې د ایران اړوند وضعیت «بدلېدونکی» دی، ځکه هغه سیمې ته «لوی سمندري ځواک» لېږلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په خبره، د برید ډلې په ګډون د «يو اېس اېس ابراهام لنکن» په مشرۍ د الوتکو وړونکې بېړۍ اوس د منځني ختیځ په اوبو کې ځای پر ځای شوې ده. خو ټرمپ زیاته کړه چې د ده په اند تهران رښتیا هم غواړي یوه هوکړه وکړي.








