د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې بې کوره شوي زلزلهځپلي په ژمي کې سرپناه او سونتوکو ته بېړنۍ اړتیا لري. یاد سازمان زیاته کړې، چې د دوی ډلې په سیمه کې شته څو د کورنیو اړتیاوې وارزوي او بېړنۍ او اړینې مرستې ورسره وکړي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي و چې په زلزله ځپلو سیمو کې درنې واورې د ماشومانو وضعیت لا ترینګلی کړی دی. د یادونې ده چې ژمی او سړې هوا ګڼ زلزله ځپلي ګواښي او ژوند یې د سرپناه او سونتوکو د کمښت له کبله ننګوونکی شوی دی.








