په امریکا کې وروستیو سختو ورښتونو او توپان د دغه هېواد زیاتې برخې ځپلي، چې له امله یې تراوسه ۲۲ تنه مړه شوي او د دې هېواد ښاري او ترانسپورټي بنسټونو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي. ورته مهال، دغه توپان په پراخه کچه د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی چې تر پرون ورځې پورې ۷۰۰ زره کورونه او د کار و بار ځایونه له برېښنا بېبرخې شوې دي. دغه توپان د امریکا په هوایي ترانسپورټ کې هم پراخه ګډوډي رامنځته او په لسګونه هوایي ډګرونو کې زرګونه الوتنې لغوې یا ځنډېدلې دي.








