اروپایي ټولنې خبر ورکړی، چې د دې ټولنې غړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله پرمسکو د بندیزونو نولسمه بسته تصویبوي. ټاکل شوې چې نن دغه نوي بندیزونه اعلان کړي. په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې د اوبلن ګازو پروارداتو بندیز لګول هم شامل دي. رویترز راپور ورکړی، چې له روسیې څخه د اوبلن ګازو پرپیر بندیز به په دوو مرحلو کې ترسره شي، له شپږو میاشتو وروسته پر لنډ مهاله قرارادادونو او د ۲۰۲۷ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه پر اوږد مهاله قراردادونو. د روسیې په وړاندې د بندیزونو په نوې بسته کې دغه راز پر روسي ډیپلوماټانو د سفرکولو او د تیلو لیږدونکو په نژدې ۱۲۰ کشتیو باندې محدودیت هم شامل دي. مسکو تراوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.








