الجزیرې په یوه راپور کې ویلي، چې اسراییلي رژیم د سولې هوکړې له پیل راهیسې ۸۰ ځله سرغړونه کړې او لږ تر لږه ۹۷ فلسطینیان یې شهیدان کړي دي. همدارنګه، په دې موده کې ۲۳۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي. سره له دې چې هوکړه شوې وه اسراییلي ځواکونو به بریدونه دروي او غزې ته به بشري مرستې رسوي، خو بریدونه لا هم روان دي او د بشري مرستو لېږد کمزوری شوی دی. ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې بې له ځنډه باید غزې ته مرستې ورسول شي.








